قصہ دہ وخت لری دپند څخہ ډکه
يـو مالداره سـړي په يوه ښـار کې ژوند کول،خو له هېچا سره يـې يوه روپـۍ مرستــه هم نه کـوله، اولاد يـې هـم نه درلود! يواځـي يې له خپلي مېرمنې سره ژوند کاوه، خو په هغه ښار کې يو قصاب و! چـې اړمنو خلګـو ته يى غوښـه وړيا ورکوله، ورځ په ورځ لـه مالـداره سـړي څـخه د خـلګو کـرکه زياتېــده! خلـګو چـي هـر څـومره نصـېحت ورتـه کـاوه، چـې دا سرمايه چاته سـاتې؟ مالــداره سـړي به ويـل : تاسـو اړتـيا په ما پوري تــړاو نه لـري؛ ولاړ شـئ له قصـاب څـخه يـې واخلــۍ، تـر دي چـې ناروغ شـو، هېـڅوک يـې پوښتـني ته ور نه غلل، بالاخره په يوازيتـوب کـې مـړ شـو، بـيا يې هـم هېـڅوک جنازې ته ور نه غلل، مـېرمنـې يـې يواځـي خـاورو ته وسپـاره. خـو د هغې ورځـې په سبـا په ښــار کـي قصــاب خلــګو ته وړيـا غوښــــه ورکـول بنده کړه! خلــګو تـرې د لامـل پوښـتـنه وکـړه، قصـاب وويـل: چا چـې د غـوښـې پېـسـې را کـولې تېـره ورځ له دنيـا څـخه ٶلاړ 👈مطـلـب مې دا دى چــې د انسـان پـه بـاره کـې ژر پرېکړه مـه کــوئ ! کـوم کـار چې د الله د رضــا لپـاره کوى، په هغـه کـې ځان ښــودنه مه کـوى، چـې ريا کاري راځـي.
که لوستلی وی خپل نظر ولیکی

No comments:
Post a Comment